fbpx

حبیبه سرابي: ښځې د سولې به راوستلو کې مهم رول لوبولی شي

د سولې عالي شورا مرستیاله، حبیبه سرابي جوزجان کې د ښځو ملي اجماع مراسمو کې وايي تېرو څوارلسو کلونو کې د سولې په بهیر کې د ښځو ونډه سمبولیکه وه.

مېرمن سرابي دې ولایت ته تللي او له ښځو غواړي چې د سولې په بهیر کې ونډه واخلي.

نوموړې وايي له جګړو تر ډېره ښځې زیانمنې شوې دي او وروسته له دې به یې د سولې په بهیر کې ونډه په پام کې نیول کېږي.

په جوزجان ولایت کې یو شمېر ښځې هم د سولې په بهیر کې د ښځو له ونډې خوښې نه دي.

د ښځو د حقونو فعاله، شګوفه اروین وايي څوارلسو کلونو کې دولت هڅه کوي چې مخالف وسلهوال سولې ته راولي، خو نه دي بریالي شوي، په دې بهیر کې د ښځو ونډه په پام کې نه ده نیول شوې، او که نیول شوې هم ده، سمبولیکه وه، اوس اړینه ده چې ښځې په دې بهیر کې ښکېل شي

په جوزجان کې ښځې وايي د جګړې په دور کې زیږیدلي او لویې شوې دي، اوس نه غواړي چې ماشومان یې هم په جګړو کې رالوی شي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې طالبانو د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې دوې ښځې د ټلفوني اړیکو په تور په دورو ووهلې.