fbpx

پاکوالی د انجونو پر سالمې روغتيا او راتلونکي مثبت اغېز لري

په هېواد کې د نورو ناروغیو ترڅنګ نجونې خپلې روغتیا ته د نه پاملرنې او په دې برخه کې د نه پوهاوي له امله له میاشتینۍ ناروغۍ څخه هم رنځ وړي.

د هېواد لومړۍ مېرمنې د نجونو روغتیا ساتنې د لارښود په غونډه کې د نجونو پر سالمې روغتیا ساتنه او عامه پوهاوي ټینګار وکړ او زیاته يې کړه، روغتیا ساتنه نه یوازې د نجونو پر راتلونکي مثبته اغېزه لري، بلکې له دوی سره د ماشوم د زېږون پر مهال هم مرسته کولای شي.

لومړۍ مېرمنې د نجونو پر کورنیو غږ وکړ، چې د نجونو بلوغ پر مهال د هغوی روغتیا ته پام وکړي څو د خپلې روغتیا ساتنه وکړي او په دې برخه کې عامه پوهاوی تر لاسه کړي.

په غونډه کې د روغتیا وزارت د نجونو روغتیا ساتنې برخه کې د هغوی پر نه پوهاوي اندېښنه څرګنده کړه، خو د پوهنې وزارت بیا ډاډ ورکړ، چې د انجونو د سالمې روغتیا او عامه پوهاوي په برخه کې لازم پلانونه تر نظر لاندې نیولي دي.

د نجونو روغتیا ساتنې په ناسته کې د یونیسف ادارې له افغان مېرمنو سره په دې برخه کې د خپلو مرستو د دوامداره ترسره کولو ډاډ ورکړ او پر نړیوالو يې هم غږ وکړ، چې د افغان نجونو روغتیا ته جدي پام وکړي.