زما اندېښنه او ستاسو مینه! نجیبه فېض

له هغه وروسته چې له رخصتۍ کابل ته بېرته راستنه شوم، له ځان سره مې یو لړ اندېښنې هم راوړې.

دا اندېښنې کېدای شي د نورو لپاره هیڅ وې، خو زه یې په وجود کې دننه خوړلم.

ما چې کله (لمر ماښام) خپرونه پرېښوده، نو سمدستي مې له اریانا ټلویزون سره د کار کولو هوډ وکړ.

د (موبي ‌ګروپ‌) او اریانا ټلویزیون دواړه سیالې ‌ډلې ‌دي او د رسنیو په ډګر کې یو له بله ځانونه وړاندې او ډېر په رقابت کې بولي.

زما اندېښنه دا وه چې په لمر ټلویزیون کې مې یو په زړه پورې او پر پښو ولاړ پروګرام پرېښودو او د خپل نظر او خوښې ورته پروګرام مې په یوه بل ټلویزیون کې پیل کړ.

ښايي دا به زما فطرت وي، چې سالم رقابت خوند راکوي او که منو یا نه، ما تر شا د خپل پروګرام یو رقیب پروګرام پرېښودو، چې وړاندې کوونکې یې کټ مټ زما په سټایل د چلولو هڅه کوي، آن تر دې چې ځینې خلک وايي هغه یو مخ زما د پروګرام کاپي کوي، خو زما هیله دا وه او دا ده چې په خپل پروګرام کې یو نوښت ولرم او هغه هم مثبت نوښت.

کیدای شي ډېری لیدونکي‌ به نه وي خبر، چې د دې پروګرام اصلي هدف څه دی؟‌

ایا دا یوازې یو تفریحي پروګرام دی، زما ځواب (نه) دی. دا یو تفریحي معلوماتي پروګرام دی چې تر ډېره بریده ټولنې ته مثبت او په زړه پورې معلومات پکې ورکول کېږي.

زه اندېښمنه وم چې دا ډول پروګرام به د طبيعي کوربه توب سره په افغانستان غوندې ټولنه کې څومره لیدونکي ولري، خو له نېکه مرغه د (لمر ماښام) په انډول په اریانا ټلویزون کې (بانډار‌له نجیبې سره) پروګرام ته ډېر ښه غبرګون وښودل شو.

زما لومړنیو پروګرامونو ته د نړۍ له بیلا بیلو برخو، لکه کاناډا، اروپا، بریتانیا، امریکا او آن تر دې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مثبت پیغامونه راورسېدل.

په افغانستان کې خو د ځوان کهول له لوري دومره د ستاینې پیغامونه رارسېدلي، چې له یوې خوا یې زما ټولې اندېښنې را ختمې کړې او له حده زیاته مینه یې راکړه، خو له بله لوري دومره زیاتو کسانو ته ځانګړي ځوابونه ورکول اسانه خبره نه ده او هیله ده چې د دې لیکنې په ځواب غاړه وباسي او زه یې منندویه یم.

(بانډار له نجيبې سره) خپرونه به موږ نوره هم ښکلې کوو، او دا هغه مهال نوره ښکلا موندلای شي، چې ستاسو وړاندیزونه راسره وي.

موږ درته د نړۍ له بیلا بیلو برخو وتلې څېرې لرو، چې ډېر ژر به تاسو ورسره مخ شئ.

زما د نن لیکنې مطلب له یوه لوري تاسو نه مننه او له بله لوري دا خبره کول دي، چې زه په سالم رقابت عقیده لرم او خدای دې وکړي چې زموږ په ټولنه کې له ماسره د سالم رقابت کوونکي د پروګرام وړاندې کوونکي (کوربانه) پیدا شي.

درنښت

………………….

ليکنې د ليکوالو خپل نظر دى. تاسو هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې او ژباړې د خپراوي لپاره راولېږئ. خپلې ليکنې او ژباړې راته په دې برېښناليک khabarialweb@gmail.com راولېږئ.