The news is by your side.

د ټایټانیک فلم ښځینه لوبغاړې څوک ده؟

خبریال ویبپاڼه/ تاسو ټولو به حتمی د هالیوډ ټایټا نیت فلم کتلی وي دې مطلب کې درته د هغه فلم ښځينه لوبغاړې در پیژنو چې څوک ده څنګه یې هنري ژوند پیل کړ او د کوم ځای ده؟

ګیټ الزبت وینسلیت په ۱۹۷۵ زیږدیز کال د اکتوبر میاشت کې د بریتانیا په ریډینګ کې زېږدلې ده وینسلیت په خپل هنري ژوند کې یوه د اسکار، ګلډن ګلوب او بفتا جایزې هم ګټلې دي، سیلي بریجز يې مور او پلار يې جان وینسلت هم لوبغاړي ول خو دومره مشهوره نه ول، وینسلیت له ۵ کلنۍ څخه د تیاتر پر سټېج ښکاره او ولوبیده، دې په تانده ځواني کې خپل فلمي ژوند د تلویزیون له اعلاناتو پیل کړ، هغه په لومړي ځل د سینما د کامرې په سترګه کې په ۱۶ کلنۍ کې راغله او د تیاره موسم نوم سریال کې د یوه کمزوري نقش لپاره ولوبیده له دې وروسته نوموړې د بریا په لور قدمونه کښېښودل او په ۱۹۹۴ زیږدیز کال کې يې د اسماني مخلوق په نوم یوه فلم کې په لومړي ځل کار وکړ، ورپسې  په ۱۹۹۵ کال کې يې د منطق او احساس په نوم فلم کې ولوبیده، دهغې دا فلم د خورا بریا وو ډک سو چې درې جایزې یې هم وګټلې چې یوه پکښي  د اسکار جایزه وه دا وخت وینسلیت ۲۱ کلنه وه.

په ۱۹۹۸ زیږدیز کال کې د کیت سره بخت خورا یاري وکړه او د ټایټانیک فلم کې يې کار کولو ځان د هالیوډ غوره ستورې کړه له دې فلم وروسته وینسلیت د دویم ځل لپاره د ښځینه اداکاري په حیث د اسکار جایزې ته نومانده سوه د وینسلیت له غوره اداکاري او ټایټانیک له بریا وروسته هغه پوره لوبغاړي او ډیرو خلکو ورته اړتیا پیدا کړه.

د خپلو فلمونو په دوام په ۲۰۰۰م میلا دي کال وینسلیت د قلم وزرونو په نوم فلم هم جوړ کړ، په ۲۰۰۱ م زیږدیز کې ایرس فلم باندې وینسلیت د ګلوب جایزه هم وګټله.

ګیټ الزبت وینسلیت په ۲۰۰۴، ۲۰۰۷،۲۰۰۸، ۲۰۱۴ کلونو کې بریالي فلمونه لرل

ګینت درې ځله واده کړی او د دریو اولادونو مور ده

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.