fbpx

د موټر چپه کېدو په پېښه کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د تخار ولایت مرکز تالقانو کې د یوه موټر د چپه له کبله ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د تخار ولایت امنیبه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر د رسنیو سره په خبرو کې وویل ، چې پېښه تېره ماښام د تالقانو په (جورقتق ) سیمه کې رامنځته شوې ده ، چې له کبله یې ۴ تنه وژول شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي . نوموړي زیاته کړه ، چې پېښه د یوه ټونس موټر د چپه کېدله له امله رامنځتته شوې ده ، د پېښې علت د موټروان بې احتیاطي په ګوته شوې ده .
د اسیر په خبره ، په مړیو کې دوه ماشومان او په ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي .
ټپیان سم دستي روغتون ته انتقال شوي دي

Loading...