The news is by your side.

په لومړي ځل نبيل د سولې اړوند خپل دریځ بدل کړ

خبريال ویبپاڼه- د افغانستان د ملي امنیت پخوانی ريس ښاغلي رحمت الله نبیل تل د سولې په هکله شکمن دريځ درلود او تر ډېره يې ددې پروسې منفي پايلې ارزولې او د مثبت پايلې چندان هيلې نه وې ورسره، خو تازه هغه په لومړي ځل په دې هکله باندې د يوې مثبتې پايلې د امکان خبر ورکړی دی.

ښاغلي نبیل دقيق دا نوی دریځ وروسته له هغه غوره کړ کله چې په دوحه کې په ټپه درېدلې بين الافغاني خبرې بيا پيل شوې،‌ په حقيقت کې په پوره مانا دا خبرې بيا نه دي پيل بلکې د افغان حکومت او طالبانو استازو د ډېر ځنډ وروسته يو خپل منځي غونډه وکړه او توافق په دې وشو چې خبرې به نه درېږي او خبرې به دوام کوي.

ښاغلي نبيل پخپل ټویټر کې خپل هيله مندي ښوولې ده او دا یې ډیره لرې موده نه هم نه ده، ښودلې نبيل پخپل ټويټر کې ليکلي دي چې زه فکر کوم چې د جګړې شدت به سر له سبا څخه راښکته شي، خو نبيل ددې هيله مندۍ ترڅنګ بيا هم د راتلونکې په هکله غوڅ قضاوت وخت ته پرېښی دی، ده د خپل ټویټ په دوام کې ليکلي دي چې که اخري څو پېښو ته وکتل شي نو تاسې به هم زما سره په دې باندې موافقه وکړئ چې د جګړې شدت به زر راکم شي خو زياته کړې يې ده چې بيا به هم په عملي ډول په راتلونکي کې ووينو چې وضعيت کومې خواته روانېږي.

په دوحه کې بين الافغاني خبرې تقريباً پنځوس ورځې په ټپه ولاړې وې، طالبان د خبرو مېز پرېښی و او د سیمې هېوادونو ته په سفر بوخت و، دوی ويلي و چې د بين الافغاني خبرو دوام ته ژمن دي خو سیمې ته ځینې سفرونه اړين دي چې دوی ترې خپلې مهمې موخې لري او بايد پوره يې کړي.

نبيل په دې هکله څه نه ويل چې دده موخه د وروستيو پېښو څخه څه ده، خو په دې وروستيو کې د قطر حکومت له پاکستان څخه د غوښتي و چې د سولې په ټپه ولاړو خبرو کې همکاري وکړي، ددې ترڅنګ د ناټو هېوادونو د افغانستان په هکله په خپله غونډه کې واضح پرېکړه نه وه کړې، د ناټو له غونډې هيله دا وه چې د افغانستان څخه به د خپلو ځواکونو د وتلو ځنډول اعلان کړي خو هغوی دا کار ونکړ او غوڅه پرېکړه ونشوه، مګر په دې ټينګار وشو چې دوی له افغانستان څخه شرايطو ته په کتو سره وځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.