fbpx

تازه : په فراه ولایت کې د چورلکې د سقوط په پېښه کې زیات کسان وژل شوي

د فراه ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي چې نن سهار په دغه ولایت کې د ملي اردو یوې چورلکې سقوط کړی دی .نا تایید شوي خبرونه وايي چې په پېښه کې د فراه ولایت د ولایتي شورا رییس فرید بختور ، د ولایتي شورا غړې جمیله امنین او همدارنګه د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مرستیال نعمت الله خلیل په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي دي .
د ولایت د ولایتي شورا یوه غړي په دغه ولایت کې د ملي اردو د چورلکې سقوط تایید کړی دی خو په اړ یې نور معلومات نه دي ورکړي .
د پېښې پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخیستې ده ، قاري یوسف احمد ادعا کړې چې یاده پوځي چورلکه یې د فراه ولایت انادرې ولسوالۍ او د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ تر منځ سیمه کې ویشتلې ده .
حکومتي چارواکو په دې اړه تر اوسه پورې څه نه دي ویلي .