fbpx

افغان حکومت : د مسکو د ناستې نېټه او څرنګوالی ندی معلوم

افغان حکومت تمه نه لري چې د مسکو ناسته دې د روان میلادي کال د نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه تر سره شي .
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمد د سه شنبه ماښام وویل ، تر اوسه پورې د روسي لوري د مسکو د ناستې او څرنګوالي په اړه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي .
له دې وړاندې د سولې عالي شورا ویلي و، چې د مسکو ناسته د دغه اونۍ په وروستیو کې تر سره کیږي .
د افغان حکومت لپاره د مسکو ناسته د بحث وړ موضوع ده ، چې تر اوسه پورې افغان حکومت د روسي لوري سره کومې موافقې ته نه دی رسېدلی .
له ورځو راهیسې د مسکو د ناستې په اړه له روسي لوري سره خبرې اترې روانې دي ، خو ظاهرا کومې هوکړې ته نه دي رسېدلی .
طالبانو لا له وړاندې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه ناسته کې د خپل ګډون اعلان کړی دی ، خو دا معلومه نه ده چې افغان حکومت به په یاده ناسته کې د طالبانو حضور ومني او که نه