fbpx

په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژبله و اوښتله

په پروان ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله واوښتله .
د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې نن سهار د دوو موټرو د ټکر په پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي .
په یاده پېښه کې دوه مېرمنې او درې ماشومان هم وژل شوي دي .
د موټرو د موټرو د ټکر لامل نه دی په ګوته شوی ، خو ډېری وختونه ترافیکي پېښې د موټروانانو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته کیږي .
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په تخار ولایت کې د یوه ټونس موټر د چپه کېدو په پېشه کې د ښخو او ماشومانو په ګډو ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

Loading...