The news is by your side.

د ايران او پاکستان پلوو طالبانو غونډه او د نوي جنګ پیل

خبریال وېبپاڼه – په افغانستان کې په جګړه بوختو طالبان که څه هم په خپل منځ کې سره وېشلي؛ خو د دوبنۍ جګړې لپاره دواړه غړې طالب مشران سره یوځای شوي‌ دي.‌

د کوټې شورا یوه غړي‌ خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د ملا ګل اغا په مشري ‌د ایران پلوه طالب مشرانو یوې ډلې چې د دوو ولایتونو والیان او ملا نعیم او صدر ابراهیم هم پکې شامل وو په هلمند ولایت کې د پاکستان پلو طالبانو له یوه پلاوي سره چې مشري یې د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب کوله له پرله پسې ناستو وروسته دا نتېجې ته رسېدلي‌ چې جګړه به په یوه خوله او تر یو امر لاندي‌کوي.‌

د خبریال ډاټ کام سرچینې وايي‌ چې د دواړو ډلو په یوځای کېدو کې د طالبانو د سیاسي‌ دفتر مشر ملاعبدالغني‌ برادر ښه رول لوبولی دی. ملا برادر د ایران په ‌اهدان کې د پاکستان مخالفه طالب ډلې مشران ملا ګل اغا او صدر ابراهیم لیدلي وو او هلته د ایراني‌استخباراتو په شتون کې دوی دې نتیجې ته رسېدلي‌وو چې د جګړې له ځايي‌مشرانو سره به افغانستان کې غونډه کوي.تېره اونۍ ملا قیوم ذاکر؛ ملا مطیع الله؛ ملا یعقوب؛ ملا مزمل او د نظامي‌حلقو ځیني‌ مشران له پاکستان نه هلمند ته تللي‌وو او هلته یې د ایران پلوه طالب مشرانو او نظامیانو سره لیدلي‌وو.

د هلمند په غونډه کې د جګړې پر شدت ټینګار شوی او نوي‌تاکتیکونو باندي‌خبرې شوي‌دي. که څه هم تر دم ګړیه وسله والو طالبانو د هلمند دغونډې په تړاو رسمآ څه نه دي‌ویلي‌خو طالب مشران له هلمند نه بېرته کوټې؛ کراچي‌ او ذاهدان ته رسېدلي دي.‌

طالبان چې دا مهال په پاکستان کې ښکاره فعالیت کوي‌؛ له امریکا يي‌ځواکونو سره د تېر کال تر جوړ جاړي‌وروسته اوس له پاکستان نه افغانستان ته آزاد تګ راتګ کوي او پر هغو لارو تېرېږي‌چې د افغان امنیتي ځواکونو له سترګو پناه وي‌.‌

طالب ځوانان وايي چې پاکستاني‌سرحدي‌ملېشې ورته دروازې پرانیزي‌او د دوی په شپني دید لرونکو دوربینونو کې لاري‌څاري‌او افغانستان ته ځي.‌بل لورته افغان امنیتي‌ځواک په دې بوخت دی چې د دوبنۍ جګړې مخه ونیسي؛ خو افغان حکومت لا هم د سولي پر پروسه ټینګار کوي‌او هڅه یې داده چې په افغانستان کې سوله ټینګه او یوه دایمي‌اوربند ته لار هواره شي.

د یادولو وړده چې تر دې وړاندي‌خبریال وېبپاڼې داسي‌غږونه خپاره کړل چې وسله وال طالبان په خپلو کې سره جرګه شوي‌او دخپلمنخي اختلافاتو د ختمولو لپاره یې لیڅي‌را نغښتې دي.‌

ډېری افغانان په دې باور دي چې که چېرته د سولي‌خبرې بې نتیجې پای ومومي‌ښايي‌سږ کال د افغانانو لپاره یو تر ټولو خونړی کال ثابت شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.