The news is by your side.

د کرکټ ترټولو ستر لوبغالی چيرته شتون لري؟

خبريال وېبپاڼه: په نړۍ کې د کرکټ ترټولو لوې او پراخ لوبغالی د هند په ګجرات کې پرانيستل شو.

دا نړيوال کرکټ لوبغالی د هند د لومړي وزير نريندر مودي په نوم نومول شوی دی.

د نريندر مودي نړيوال کرکټ لوبغالي د ۱۱۰ زره ليدونکو د ځايولو ظرفيت لري.

تردې مخکې د اسټراليا په ملبورن ښار کې د نړۍ ستر کرکټ لوبغالی چې د ۱۰۰ زرو ليدونکو د ځايولو ظرفيت يې درلود موجود وه.

د دغه نړيوال کرکټ لوبغالي د جوړولو چاري په ۲۰۱۵ز کال کې پيل شوي او ۱۱۰ ميليون امريکايي ډالر لګښت پرې راغلی دی.

د هند او بريټانيا ترمنځ د ټيسټ لوبو لړۍ درېيمه لوبه به په همدغه لوبغالی کې ترسره شي.

د نريندر مودي نړيوال کرکټ لوبغالی چې د هند د ګجرات په احمداباد ښار کې شتون لري د جوړيدو چاري يې د ګجرات کرکټ موسسي لخوا ترسره شوي.

د نريندر مودي نړيوال کرکټ لوبغالی نقشه په ۱۹۸۳ز کال کې جوړه شوی وه لومړنۍ رغنيزي چاري يې په ۲۰۰۶ز کال کې بشپړي شوي.

خو، د هند کرکټ بورډ غوښتل چې دې لوبغالي ته پراخوالی ورکړي او يوځل بيا يې د پراخوالی لپاره په ۲۰۱۵ز کار پيل شو، او د ۲۰۲۰ز کال د فبروری په شلمه نيټه يې د جوړيدو چاري بشپړي شوي.

په۲۰۲۰ کال کې په ټوله نړۍ کې کرونا وبا راغله چې د امريکا وروسته يې هند هم ډير اغيزمن کړو له همدې کبله د جوړيدو وروسته پکې کومه لوبه ترسره نه شوه.

اوس ويل کيږي چې د هند او بريټانيا ترمنځ د ټيسټ لوبو لړۍ درېيمه لوبه به په همدغه لوبغالی کې ترسره شي.

د هند وګړي چې په نړيواله کچه د کرکټ لوبي سخت مينوال دي او د کرکټ هرې لوبي لپاره د کرکټ لوبغالو ته په زرګونه ليدونکي ځي نو په هند کې د دا ډول نورو لوېو لوبغالو  جوړول لازمې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.