The news is by your side.

د پاکستان پوځ د طالباني حکومت اړوند خپل دریځ بيان کړ

خبریال ویبپاڼه/ پاکستان کله هم په خپلو ژمنو کې ثابت قدمه نه دی پاتي سوی او تل يې په خپلو ژمنو کې دوه مخې غوره کړې اوس د نړۍ په کچه پاکستان هیڅ نړیوال اعتبار نلري.

د پاکستان د پوځ یوه ویاند ویلي چې دوی هیڅ کله د طالبانو د واکمنیدو ملاتړ  نه کوي او نه غواړي چې په افغانستان کې دا تشه رامنځ ته سي د جنرال افتخار په نوم دې ویاند ویلي دا هیڅ امکان نلري چې طالبان دي یوځل بیا واک ته ورسیږي چې په دې  سره يې پآکستان هیڅکله ملاتړ نه کوي  هغه دا هم وویل چې دا چې په راتلوونکي کې څه کیږي دا په افغان دولت او ولس پوري اړه لري.

د سولې خبرې

تراوسه پوري د افغان سولې خبرو ته هیله مندي سته او په دې وروستیو کې یوځل بیا طالبانو او دولت لوري د سولې مذاکره کوونکو یو له بل سره ناسته کړې ده، خو یوه بله مهمه موضوع چې په مي میاشت کې د ټولو بهرنیو سرتیرو وتل ده لاهم پاتي ده داسې اټکلونه سوي چې  امریکا او نورو نړیوال به د مي په میاشت کې خپل سرتیري له افغانستانه ونه باسي او د حالت تر ښه کیدلو به په افغانستان کې پاتي سي چي طالبانو دې اټکلونو ته په غبرګون کې ویلي هیڅکله د بهرنیو ځواکونو شتون په افغانستان کې نه مني.

جګړه

د افغانستان  د پلازمینې په ګډون په ګڼو ولایتون کې  نژدې هره ورځ بمې چاودنې او نښتې رامنځ ته کیږي چې ټوله مرګ ژوبله یوازي افغانانو ته پکښي اوړي تراوسه پوري د جګړې ښکېلو لورو د جګړې دریدلو لپاره هیڅ نه دي کړي ولس یوازي د جګړې دریدل غواړي خو دې موخې ته رسیدل ګران دي.

د پاکستان له لوري په مهم وختي داسې ژمنه ورکول به پایلې ولري که نه خو یو شمېر هېوادونه په افغان سوله کې د پاکستان هېواد دریځ او ګډون حتمي بولي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.