fbpx

هلمند: دهوايي بريدونو پرمهال ۱۱ وسله والو ته مرګژوبله اوښتي.

د هلمند ولايت څخه په خپاره شوي راپورونو کې ويل شوي چې ددغه ولايت په يو شمير سيمو کې د نړيوالو او افغان ځواکونو د بريدونو پرمهال ۶ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه خبريال ډاټ کام ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه بريدونه په تيره ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي چې پرمهال يي د وسله والو يو شمير وسلي،مهمات او پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.

دافغان چارواکو ددغو څرګندونو په تړاو کومي وسله والي ډلي تردامهاله رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Loading...