The news is by your side.

بېړنی خبر؛ په هغه هېواد کې کودتا وشوه

خبريال ویبپاڼه- په ارمنستان کې ددې هېواد پوځ په موجود حکومت کودتا کړې ده، د رسنيو د خبرونو له مخې څو شېبې وړاندې ددې هېواد په پلازمېنه کې ټانګونه او الوتکې ولیدل شوې.

د ارمنستان ولسمشر پاشيناين په دې باندې تر سختو نيوکو لاندې و چې ولې یې د قارباغ په جګړه کې اذربايجان ته تسليمي وښوده او له هغه سیمې يې خپل پوځيان لرې کړل.

میاشت وړاندې چې د اذربايجان او ارمنستان ترمنځ جګړه پېښه شوه ارمنستان پکې ماته وخوړه، د اذربایجان له لوري په زرګونه ارمني پوځيان کلابند شوي و او له دې پېښې او حالت سره ددې هېواد ولسمشر اعلان وکړ چې د قارباغ له سیمې به خپل پوځيان باسي.

په دې سره اذربايجان د ارمني پوځيانو کلابندي ماته کړه او اوربند اعلان شو، د اوربند په موده کې ارمني پوځيانو ته دا اختيار ورکړل شو چې د سیمې څخه په امن کې ووځي.

دې کار په ارمنستان کې ددې هېواد د ولسمشر په وړاندې د بې ساري مخالفت جبهه پرانيسته، په ځانګړي ډول روس پلوه پوځیانو د ارمنستان د ولسمشر دا کار هضم نکړ او نن یې کودتا وکړه .

د قارباغ د جګړې اړوند د ارمنستان ولسمشر د نیوکو په ځواب کې ویلي و چې د ارمنستان ډېری پوځيانو هلته کلابند و، بدون له مرګ څخه يې بل چانس نه درلود، هم مړه کېدل او هم قارباغ د لاسه وتو، له همدې کبله ده دا پرېکړه وکړه چې قارباغ خو هسې هم د لاسه وتو په حال کې باید پوځيان وژغورل سي.

اذربايجان د ارمنستان څخه د جګړې په ګټلو کې ترټولو زياته ګټه د ترکیې او اسریلو له لوري د ترلاسه شويو بې پيلوټه الوتکو سره وکړه او په دې الوتکو وتوانېده چې جګړې وګټي اوخپلې له لاسه ورکړې سیمې بېرته ترلاسه کړي.

قرباغ په رسمي ډول د ملګرو ملتونو له لوري د اذربايجان د خاوری په توګه پېژندل کېږي خو د روسیې په مرسته ارمنستان اشغال کړي و چې سږ کال بېرته اذربايجان دا سيمه د ارمنستان څخه ازاده کړه.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.