fbpx

عامر خان د خپلو فلمونو د بريا راز ووايه

د هندي فلمونو نوموتى ستورى عامر خان وايي، چې هېڅ کله هم په فلم کې د کار کولو پېسې نه اخلم، خو کله چې بيا فلم کامياب شي او ګټه وکړي، نو له هغه ګټلو شوو پېسو څخه خپله برخه ترلاسه کوم.

نوموړي په يوه مرکه کې د خپلې بريا په اړه خبرې کولې. نوموړي وويل چې په هر يو فلم کې د بدلون هڅه کوم او تل مې هڅه دا وي، چې داسې يو څه وکړم، چې له دې مخکې نه وي شوي. هغه وايي، هېڅ کله له بدلون څخه ويره نه کوم. عامر خان زياتوي، زه له ناکامۍ نه ويرېږم، خو له دې زيات ويرېږم چې هڅه ونه کړم او همدا لامل دى چې هر يو فلم کې کار کوم، نو په فلم کې د کار کولو پېسې يا معاوضه نه اخلم، بلکې کله چې فلم ګټه وکړي، له هغه ګټې څخه بيا خپله برخه ترلاسه کوم.

هغه وايي، د يوه فلم جوړونکي يا پروډيوسر په حېث دا زما ذمه واري ده چې د دې خبرې ډېر پام وساتم، چې په فلم څومره پېسې مصرف شوي دي، چې هغه ټولې بېرته ترلاسه شي، همدا راز د فلم سره تړلي هر کس ته هم خپلې پېسې ورسېږي، نو ځکه چې کله فلم کامياب شي، خپلې پېسې سر کړي او له هغې وروسته ګټه وکړي، نو په هماغه ګټه کې بيا زه خپله برخه ترلاسه کوم او همدا زما د بريا راز دى.

ياده دې وي چې عامر خان په (ټهګس آف هندوستان) په څېر لوى فلم کې کار کوي، چې په دې فلم کې ورسره اميتاب بچن، کترينه کېف او فاطمه ثنا شېخ هم لوبېدلي دي. دا فلم به د نومبر په ٨مه نېټه نندارې ته وړاندې شي.

Loading...