fbpx

پريټي زنټا وايي، قمار دې په کرکټ کې قانوني شي

د هندي فلمونو نوموتې او ښايستوکې ستورې او د هند غوره ليګ د کنګز اليون پنجاب لوبډلې مالکه پريټي زنټا وايي، چې د مېچ فکسنګ (له مخکې څخه د لوبې د نتيجې ټاکل، چې بايد څوک څومره منډې وکړي، څنګه لوبه وکړي او لوبه وبايلي) نه د ځان ساتلو لپاره پکار ده چې په کرکټ کې دې قمار قانوني شي.

هندي رسنۍ ليکي، چې د بي سي سي آى د غونډې په وخت کې پريټي زنټا په آى پي ايل کې د مېچ فکسنګ نه د بچ کېدو لپاره په لوبه کې د قمار د قانوني کولو وړانديز وکړ. هغې وويل، چې دا په اورېدو کې ښه نه ښکاري، خو پکار ده چې داسې وشي، که چېرته داسې وشو، نو په آى پي ايل کې به موږ د مېچ فکسنګ مخه ونيسو.

نوموړې زياته کړه، که چېرته په لوبه کې قمار قانوني شي، نو دولت ته به يې هم ګټه ورسېږي او د هېواد د پرمختګ سبب به هم شي، اوس چې دا هر څه غېر قانوني دي، نو ټولې پېسې په غېر قانوني لارو ځي او زياتې پېسې په وسله او د نشه يي موادو په کاروبار کې استعمالېږي.

ياده دې وي چې پريټي زنټا په ٢٠٠٨ کال کې فلمي نړۍ پرېښوده او د هند غوره ليګ يا د کرکټ باندې د ځان پوهولو لپاره يې په هارورډ بزنس سکول کې کورس وکړ، خو اوس نوموړې يو ځل بيا په (بهيا جي سپر هټ) فلم کې هم راروانه ده.

د پريټي زنټا په لوبډله (کنګز اليون پنجاب) کې تېر ځل د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکى مجيب الرحمان هم لوبېدلى و، چې ډېر ښه ځلېدلى و.