The news is by your side.

د روسيې استازي د ګناه بار د اشرف غني په اوږو کېښود

خبريال ویبپاڼه- د افغانستان لپاره د روسیې سياسي استازي د سولې په خبرو کې ځنډ د حکومت په غاړه ور اچولی دی، کابلوف په خپلو وروستيو څرګندونو کې د سولې په خبرو کې د ځنډ سبب د افغان حکومت ناسمې پرېکړې بللې دي‌.

کابلوف افغان حکومت پخپله مرکه کې د مستقيمو نيوکو لاندې راوستلی دی او ويلي يې دي چې افغان حکومت ډېرې غلطی پرېکړې کړې دي چې له دې کبله د سولې خبرې هم له خنډ سره مخ شوې دي.

د روسیې ځانګړي استازي همدار راز ويلي دي چې افغان حکومت ځينې ناسم اټکلونه کړي و دوی فکر کاوه چې دوی بايد د سولې خبرې وځنډوي او وروسته چې د امريکا اداره او حکومت بدل شي نو بيا به هغه ددوی په وړاندې خپله رويه بدله کړي.

ضمير کابلوف يوازې افغان حکومت په خپلو خبرو کې تر بريد لاندې نه دی راوستی بلکې په امريکا یې هم نیوکې کړې دي او امريکا یې د طالبانو په وړاندې ژمنه نه ده بللې، کابلوف ويلي چې طالبان د امريکا په وړاندې ژمن دي خو امريکا بيا د طالبانو په وړاندې نه ده ژمنه.

دې ځانګړي استازي د طالبانو د باور څخه هم بحث کړی دی او ويلي يې دي چې طالبان د افغان حکومت په مشر اشرف غني باندې باور نلري او په دې عقيده دي چې هغه د هرې ممکنې لارې د سولې په وړاندې خنډ جوړوي.

کابلوف په داسې حال کې دا ډول خبرې کوي چې امريکا، نور نړيوال او افغان حکومت طالبان د خپلو ژمنو په ماتولو تورنوي او وايي چې نه طالبانو د جګړې شدت کم کړ او نه يې هم د بهرنیو وسله والو سره اړيکې پرې کړې.

په لنډ وخت کې دا دوهم ځل دی چې روسيه د افغانستان د حکومت په وړاندې دریځ نيسي، څو ورځې وړاندې همدې استازي ويلي و چې په افغانستان کې د شخړې حل بلاخره د یوه انتقالي حکومت له لارې ممکن دی.

که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزير حنيف اتمر هم د مسکو په دوره دی خو ښکاري داسې چې په مسکو کې د کابل هوا د اندازې څخه زياته کمه شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.