fbpx

تېره اکتوبر میاشت د ماشومانو لوړه مرګ ژوبله ثبت کړې ده:CPAG

تېره اکتوبر میاشت تر ټوله زیاته مرګ ژوبله د ټاکنې د کمپانونو او ټاکنې په ورځو پر مهال اوښتې ده .
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ CPAG په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي ، چې تر ټولو زیاته ملکي مرګ ژوبله د ټاکنو د کمپانونو په غونډو باندې په بریدونو ، د نوماندانو په هدفي وژنو او همدارنګه د ټاکنې په دوه ورځني بهیر کې اوښتې ده چې له کبله یې ۳۶۷ ملکيانو ته یې تلفات اړولي دي ، ۸۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷۹ نوریې ټپیان کړي دي .
په اعلامیه کې راغلي ، چې په تېره اکتوبر میاشت کې د ټآکنو د کمپاینونو په غونډوبریدونه ، د ټاکنې په ورځ په بېلابېلو بریدونو، ماین چاودنو ، ځانمرګو بریدونو ، هوان مرمیو کې ۸۲۳ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له کبله یې ۲۷۳ کسان وژل شوي او ۵۵۰ نور ټپیان شوي دي .
د ملکي وګړود خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ مشر غزیز احمد تسل له خبریال ډاټ کام سره په خبرو کې پرحکومت غږ وکړ چې (له ړندو بمباریو لاس واخلي او په جګړه کې د ملکي خلکو ژوند ته ارزښت ورکړي )تسل همدارنګه له وسله والو ډلو څخه هم غواړي چې په جګړه کې اسلامي او بشري قوانینو ته ژمن و اوسي .
د اعلامیې پر بنسټ ننګرهار یو ځل بیا د هغو ولایاتو څخه دی چې زیات مرګ ژوبله لري .چې ۶۱ تنه وژل شوي او ۶۷ نور ټپیان شوي دي .
په اعلامیه کې د افغان ځواکونو شپنیو او هوايي عملیاتو ته هم اشاره شوې ، چې په دویمه درجه کې زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده ،د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۸۳ تنه ملکیان وژلي او ۴۵ نور یې ټپیان کړي دي .
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ په اعلامیه کې په تېره میاشت کې د ماشومانو لوړې کچې مرګ ژوبلې یادونه هم شوې ده، د یاد ګروپ موندنې ښیې چې په تېره اکتوبر میاشت کې ۷۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۴۰ تنو یې خپل ژوند له لاسه وکړی او ۳۰ نور ټپیان شوي دي .