fbpx

پاکستان کې لاريونونه: جنرال باجوه قتل کړئ، عمران خان قتل کړئ

د اسلام د پېغمبر د سپکاوي په تور بندي آسيه بي بي پرون له ياد تور څخه برائت ترلاسه کړ او د پاکستان سترې محکمې پرېکړه ورکړه، چې نوموړې د اسلام پېغمبر ته سپکاوى نه دى کړى، د دې پر ضد د تحريک لبېک پاکستان او يو شمېر نورو مذهبي ډلو د پاکستان ټول مهم ښارونه تړلي دي.

د پاکستان د سرښار په ګډون، پېنډۍ، لاهور، منډي بهاوالدين، پېښور، مردان، کراچۍ او لسګونه نورو ښارونو کې د سترې محکمې د يادې پرېکړې، د پاکستان د صدراعظم عمران خان، د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه او د سترې محکمې د هغه درې قاضيانو پر ضد، چې آسيه بي بي يې بې ګناه بللې، پر ضد لاريونونه روان دي.

د تحريک لبېک پاکستان مشرانو پرون په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې د پاکستان د پوځ ستر درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه مرتد دى او نورو پوځيانو ته پکار دي، چې هغه قتل کړي. همدا راز دوى زياته کړه، چې عمران خان د يهوديانو جاسوس دى، حکومت يې بايد ختم او دى زندان ته واچول شي.

همدا راز دوى وويل، چې د سترې محکمې درې واړه قاضيان بايد قتل شي يا هم په زندان کې بندي شي او پر دوى قضيه جوړه شي.

دوى وايي، هېڅ کله هم داسې حکومت او داسې پوځ نه مني، چې د پېغمبر اسلام سپکاوى کوونکي پکې ازاد وګرځي. دوى وايي چې موږ به ټول پاکستان وتړو.

دا هم ولولئ: پاکستان کې حالات ترينګلي، د مذهبي ګوندونو حکومت سره ډغره

د لاريونونو له امله د پاکستان لسګونه ښارونه تړل شوي، ډېرى ځايونو کې ودانۍ او موټرې سوځول شوي، دوکانونه ته اورونه ورکړل شوي دي او همدا راز په ډېرو ځايونو کې دوکانونه او مارکيټونه هم لوټ شوي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تېره شپه د يادې پرېکړې په اړه وويل، چې د سترې محکمې پرېکړه د قانون او اسلام سره سمه ده او که هر څوک يې په مخالفت کې لارې تړي، ودانۍ خرابوي نو د هغوى پر ضد به حکومت سخت ګامونه پورته کړي.

همدا راز د پاکستان يو مولوي د آسيه بي بي په قتل باندې د انعام اعلان هم کړى دى.

د پاکستان پوځ پښتون ژغورنې غورځنګ او منظور پښتين تل په دې تورن کړي، چې د پاکستان د پوځ پر ضد خبرې کوي او پوځ او پاکستان بدناموي، خو اوس په خپله پنجابيان د پاکستان د پوځ پر ضد لګيا دي او له ولس غوښتنه کوي، چې که د پوځ مشر دې ووژني، خو تراوسه پورې د پوځ وياند په دې اړه هېڅ هم نه دي ويلي.