fbpx

د داعش تبلیغاتو او لوژستیک مسؤلینو په ګډون ۱۵ وژل شوي

د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز تنګي سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لورې تېره شپه د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې د داعش ډلې د لوژستیک مسؤل ابوهریره او د مالي او تبلیغاتو برخې مسؤل قاري عمران الله په ګډون ۱۵ داعشیان وژل شوي .

یاد عملیات په سیمه کې د داعش ډلې د رهبرۍ غړو په جوړه شوې غونډه پلان شوي وو،چې له وړاندې له مقاومت سره مخامخ شول،چې د هوایي او ځمکمنیو بریدونو په ترڅ کې د داعشیانو یاد مهم غړي وژل شوي .

په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی

کندهار څانګه.