fbpx

د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو

د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه په ګډون ناوې، نادعلي او نهرسراج ولسواليو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين له لوري ماشوم ته د دوه څاڅکو په ورکولو سره پېل شو.
هلمند والي د واکسین کمپاین پرانیستني پرمهال وویل په دې ورستیو کي په دې ولایت کي د پولیو دوه مثبت پیښي ثبت شوي دي چي د تشویش وړ دي، پدې کمپاين به شاوخوا دوه نيم لکه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.
هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین د هلمند له ټولو اوسېدونکو ، قومي مشرانو ، دیني عالمانو او ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چي خپلو ماشومانو ته پولیو ضد واکسین ورکړي او په دې سره يې له دایمي معیوبیت څخه وژغوري.
هغه وویل ځیني کسان ددې واکسین پر وړاندي بېځایه تبلیغ کوي ولي د افغانستان په کچه ټولو دیني عالمانو فتوا ورکړې چي هیڅ ډول شرعي ستونزه نه لري باید ټول ماشومانو ته ورکړل شي.
نوموړي ټولو واکسیناتورانو او د پولیو ضد واکسین مسولینو ته هدایت وکړ چي په ټولو سیمو کي په ښه ډول واکسین تطبیق کړي ترڅو هر کور کي تر هر ماشومه واکسین ورسیږي.

کندهار څانګه