fbpx

استراليا د پرلپسې ماتو ښکار

له پاکستان څخه په درې پرلپسې شل اوريزو سيالیو کې تر ماتو خوړلو وروسته استراليا د جنوبي افريقا پر وړاندې د يوه ورځنيو سياليو سيريز په لومړنۍ سيالۍ کې ماته وخوړه.

استراليا لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې په (۴۸.۱) اورونو کې (۱۵۲) منډې جوړې کړې، تر ټولو ډېرې (۳۴) منډې (کولټر نايل)  جوړې کړې، کيري هم (۳۳) منډې جوړې کړې، خو نورو توپوهونکو د پام وړ توپوهنه ونه کړای شوه.

د جنوبي افريقا توپ اچوونکو له لوري فيلوکوايو درې، سټين، نيګيډي او عمران طاهر دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

جنوبي افريقا په ډېرې اسانۍ سره د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف ته ځان ورساوه، د دوی له لوري ډيکاک (۴۷)، هينډريکس (۴۴) او مارکرم (۳۶) منډې جوړې کړې. د لوبې غوره لوبغاړی ډيل سټين ونومول شو.

د دواړو هېوادونو تر منځ درې نړيوالې يوه ورځنۍ او يوه شل اوريزه سيالۍ ترسره کېږي.