نړۍ وال بانک افغان کروندګرو سره ۷۵میلیونه ډالر مرسته کړې

دکرني وزارت چارواکو خبر ورکړی چې هیواد کې د کرکرهڼې دپراختیا په موخه نړۍ وال بانک دپنځه اویا میلیونو ډالرو  مرستې ژمنه کړې چې په لنډ وخت کې به ورکړل شي.

په همدې اړه د افغانستان د کرهڼې او مالدارۍ وزارت وياند اکبر رستمي یوې خبري سرچینې ته ویلي، چې نړيوال بانک د باغدارۍ د ودې او پراختيا په موخه پنځه اویا ميليونه ډالرو مرستې لاسلیک کړی.

سرچینې ویلي چې یاده نقدي مرسته به ددې هیواد له کروندګروسره دکرکرهڼې په پرمختګ کې مرسته وکړي ترڅو ددې هیواد زراعتي نظام پیاوړی شي.

چارواکو یاده مرستو هرکلی کړی اودایي په ځای همکاري ګڼلې ،چې دهیواد په لویدلی رزاعتي نظام کې به ژور بدلون راولي اودپرمختګ سبب به وګرځي.

دهمدې کابل په وروستویوکې دڅار ادارې یو خبر ورکړی چې دزراعت په موخه ورکړل شوې مرستې لاپه کافي انداز په سمه توګه نه دي مصرف شوې چې ددې حساب ورکول به ستونزې ولري ،ځکه چې دمرستوسره ،سره لاهم کروندګرګڼې ستونزې لري.