fbpx

امریکا کې یوې موټریزې نښتې ګڼه مرګ ژوبله اړولې

دامریکا ويسکانسين ايالت کې نن یوځل بیا دیوه برید ګر لخوا دلارۍ ډوله موټرپه توسط ۷کسانوته مرګ ژوبله اوښتې.

په همدې اړه دامریکاځايي خبري سرچینو خبر ورکړی چې ، دغه برید د ويسکانسين ايالت په لیک هالي ښار کې رامنځته شوې او موټرچلوونکي خپل موتر پر لارويانو ورخېژولی چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

ځايي خبري سرچینو ویلي چې ددې نښتې  په ترڅ کې يې ۴ تنه ځای په ځای وژل شوي او۵ تنه نور ټپيان ښودل شوي دي.

سرچینې ویلي چې ، په وژل شويو کسانوکې ۳ نجونې او يوه ميرمن ده، د۵ تنو ټپيانو روغتيايي حالت نازک  ښودل شوی دی چې دمړینې خطر شته .

پولیسو ویلي چې برید ګردتېښې په مهال نیول شوی اودمګړی ترپوښتنو ګروېږنو لاندې دی ترڅو دبرید هدف معلوم شي.

خوددې برید پړه چاپه غاړه اخیستې نه ده.

تیره  ورځ هم د امريکاپه یوه بل فلوريډا کې يوه بریدګر په يوه کلپ کې پر خلکو برید وکړه چې  اووه تنو ته مرګ ژوبله واړوله تردې وړاندې هم ورته نښتې اوپېښې شوې .