fbpx

سیسټم ته د بایومټریک په مټ د کارول شویو رایو انتقال پیل شو

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، له نږدې دیرش ولایتونو څخه ورته د بایومټریک کاریدلې الې رسیدلي، چې نن یې ترې سیسټم ته د معلوماتو انتقال پیل کړ.

دوی همدا شان احزابو او رسنیو ته د هغه سیسټم په اړه هم معلومات ورکړل، چې د بایومټریک څخه اخستل شوي معلومات به پکې پروسس کېږي.

د رایې ورکولو له مرکزونو څخه د بایومټریک الې دلته راځي، پکې شته معلومات په یو سپین کاغذ لیکل کیږي، د بایو مټریک اله له انټرنیټ سره نښلېږي، چې معلومات یې په اتومات ډول سیسټم ته داخلېږي.

په دې ډول د بایومټریک څخه سیسټم ته د معلوماتو انتقال پروسه رسنیو او احزابو ته وښودل شوه، چې تر دې وروسته احزابو یوځل بیا ټینګار وکړ، چې دوی ته هغه رايې د منلو ندي، چې په کې بایومټریک نه وي کارېدلی.

خو بلخوا د ټاکنو کميسیون وایي، چې د دوی او د احزابو نظر نږدې دی، مګر دوی هغه رايې هم مني، چې له بایومټریک پرته، خو د لیست او ټاکنو کمېسیون کارکوونکو په شتون او د شکایتونو په نشتون کې کاریدلي وي.

د بایومټریک په برخه کې د سیاسي احزابو او ټاکنو کمېسیون ګډه غوښتنه بیا داده، چې د ولسمشریزو ټاکنو بایومټریک باید خورا پرمختللی او کارنده وي، ترڅو په هېڅ ډول په کې شفافیت تر پوښتنې لاندې رانه شي.

Loading...