fbpx

تخار ته د جګړو له امله راکډه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

د ژمي په رارسیدو سره په تخار ولایت کې  ١٥٠٠ کورنۍ له ګڼو سره لاس او ګریوان دي.

یادې کورنیو له خواجه بهاوالدين، خواجه غار، دشت کلا او ينکي کلا نه د جګړو له امله ښار ته پناه راوړې خو دلته یې لوږه او ځینې نورې ستونزې ځوروي.

دوی وایي د ټاکنو په رانږدې کېدو یې سیمو کې جګړو زور واخیست او دوی ترې ښار ته راغلي او دلته تر خیمو او ځینې هغه یې تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي.

 دوی زیاته کړې، هوا ډېره سړه ده، ماشومان او ښځې یې ناروغه شوي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. په ورته وخت کې د تخار د کډوالو چارو رييس محمد ياسين لبيب وويل چې په څلورو ولسواليو کې د پرله پسې جګړو له امله شاوخوا ١٥٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي.

 دى وايي، د بې ځايه شويو کورنيو سروې پيل شوې او له ځينو سره يې د خېمو ترڅنګ د نورو لومړنيو توکو مرستې هم شوې دي او دا لړۍ دوام لري.

زرغونه شیرزاد