fbpx

آلیس ویلز له افغان چارواکو سره په بېلا بیلو مسایلو خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره ځانګړې استازې آلیس ویلز افغانستان د خپل سفر په مهال له افغان چارواکو سره ولیدل.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آلیس ویلز سره د ګڼو مسایلو تر څنګ د چابهار بندر په اړه خبرې کړې دي.

آلیس ویلز ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې پر ایران په لګېدونکو بندیزونو کې اته هېوادونه مستثنا دي. ټاکل شوې چې نن پر ایران د امریکا بې ساري بندیزونه وضع شي. دغه بندیزونه د ایران پر مهمو طبعي سرچینو لکه ګاز او تېلو لګول کېږي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت سلاکار د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره پّ خپل دفتر کې وکتل.

له ملي امنیت نه خپره شوې خبرپاڼه لیکي دواړو خواوو په بېلا بېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه پر امنیتي مسایلو، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې بهیر، له ترهګرۍ سره مبارزه کې سیمه ییزو همکاریو او پر سیمه ییزې سوداګرۍ بحث او نظریات شریک کړل.

‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب په بېلا بېلو برخو په ځانګړې توګه د امنیتي او دفاعي قواوو د ملاتړ برخه کې له افغانستان سره د امریکا له دوامداره مرستو مننه وکړه.

 په همدې حال کې ویلز د ملي امنیت له پخواني سلاکار حنیف اتمر سره کتلي دي. حنیف اتمر په دې لیدنه کې ویلي چې امریکا دې د افغان جګړې د سیاسي حل لپاره هڅې ډېرې کړي.

 دواړو لورو همدا راز، د امنیت، ټاکنو او په هېواد کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

 آلیس ویلز په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی د افغانستان د ستونزې د حل لپاره هڅې روانې کړې دي او د امریکا موخه دا ده، چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر کړي.

 حنیف اتمر هم د افغانستان ثبات او امنیت د ټولې سیمې او نړۍ لپاره مهم بللی دی او له آلیس ویلز یې غوښتي چې د سیمې هېوادونه په افغان سوله کې همکارۍ ته وهڅوي.

زرغونه شیرزاد