fbpx

له چین نه زرګونه مسلمانان بدخشان ته کډه شوي

په دې وروستیو کې له چین څخه له ۴ زره تر ۵ زره تنه ایغور مسلمانان د افغانستان بدخشان ته مهاجر شوي دي.

د امریکا فارن پالیسي خپرونې په یوه راپور کې ویلي، په سن کیانګ یا شین جین کې پر ایغور مسلمانانو د چین د حکومت د فشارونو د زیاتېدو له کبله ایغور مسلمانان مجبوره شوي چې یوه جنګ ځپلي هیواد ته پناه یوسي.

د دې راپورو پر اساس، پخوا به ایغور مسلمانانو د چین د حکومت د زور زیاتیو له لاسه د منځنۍ اسیا درو هیوادونو لکه قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان ته پناه وړه؛ خو په چین د دغو هیوادونو اقتصادي تکیه سبب شوې چې هغوی ایغورانو ته په خپلو خاورو کې پناه ورنه کړي.

اوس ایغورانو ته یوازې افغانستان پاتې دی چې لږترلږه مذهبي او دیني علایق ورسره لري.

چین له تروریزم سره د مبارزې په نوم او د ایغورانو د بېلتون غوښتونکو هلوځلو د ځپلو لپاره د شین جین پر مسلمانانو فشارونه زیات کړي دي.

راپورونه وايي چې د چین حکومت په لکونو ایغور ماشومان له خپلو میندو او پلرونو جلا کړي او په ځانګړو کمپونو کې یې روزي چې له مذهب او ایغوري کلتور څخه لېرې لوی شي.

زرغونه شیرزاد

Loading...