fbpx

ویسټ انډیز یو ځل بیا ماتې وخوړه’

خان وزیر عابد

د هند او ویسټ انډیز ترمنځ د هند په کوربه توب د یو ورځنیو سیالیو وروسته د شل اوریزو سیالیو لوبلړي هم تېره شپه پیل  شوه یاده سیالي د هند په کلکتې ښار کې ترسره شوه چې هند ویسټ انډیز ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه!

د دغې لوبې پچه هند وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه ویسټ انډیز په ټاکلو شل اورونو کې د (۸) لوبغاړو په سوځېدو سره هند ته د کمو( ۱۱۰) منډو هدف وټاکه.

د ویسټ انډیز لپاره په توپ وهنه کې فابیین الین (۲۷)  کیمو پاول(۱۵) او  هوپ (۱۴) منډې تر نورو ډېرې منډې د ویسټ انډیز لپاره جوړې کړې .

د هند لپاره په توپ اچونه کې  کلدیپ یادا تر نورو ډېر درې( ۳ )لوبغاړي او خلیل احمد ، بومرا،  کرنل پنډیا،  او اومېش یادا یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

هند لوبډلې ټاکل شوی هدف د( ۵) لوبغاړو په سوځېدو سره په( ۱۷.۵) اورونو کې ترلاسه کړ او د لړۍ لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د هند لپاره په توپ وهنه کې منېش پنډیا (۱۹) دېنش کارتېک (۳۱ ) او کرنل پنډیا بیا (۲۱ ) د هند لپاره تر نورو ډېرې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لپاره په توپ اچونه کې توماس( ۲) لوبغاړي او کارلوس بریټوایټ هم (۲ )لوبغاړي تر نورو ډېر وسوځول  او خاري پیرر بیا یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

هند په بنځو ویکټو د لړۍ پر لومړۍ لوبه کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه د لړۍ دویمه لوبه به سبا د نومبر پر (۶) مه نېټه ماښام پرمهال ترسره شي.