fbpx

د دریو ولسوالیو لپاره د طالبانو نظامي مسؤول ووژل شو

د کورنیو چارو وزارت فاریاب کې د دغه ولایت د دریو ولسوالیو له پاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس د وژل کېدو خبر ورکړی .

کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې وژل شوی طالب قاري یوسف مشهور په حقیار دی.

په خبرپانه کې ویل شوی، چې قاري یوسف د فاریاب د خواجه سبزپوش، شېرین تګاب او دولت آباد ولسوالیو له پاره د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس او د دغه ډلې یو کلېدي غړی وو.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو دغه مهم غړی دوه ورځې وړاندې د فاریاب ولایت په شېرین تګاب ولسوالۍ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره په نښته کې سخت ټپي شوی وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې قاري یوسف تېره شپه د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ د عطاخان په سیمه کې د سختو ټپو له امله ساه ورکړې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي..

کندهار څانګه

Loading...