fbpx

زابل کې ۱۰ وسله وال وژل شوي

زابل کې د ملي اردو ځواکونو له لورې شویو عملیاتو کې ۲۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمد عیسا صادق وايي دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ارغنداب ولسوالۍ اړوند “لغړ بابا” سیمه کې شوي، چې په مهال یې لس وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کندهار څانګه