fbpx

د مسکو په غونډه کې د افغان حکومت استازي ګډون نه کوي

په مسکو کې د افغانستان د سولې په موخه په جوړېدونکې غونډه کې د افغان حکومت په استازیتوب څوک ګډون نه کوي .

د حکومت یوې باوري سرچینې بي بي سي سره په خبرو کې ویلي دي ، چې حکومت به له طالبانو سره د سولې په تړاو په هغه غونډه کې ګډون نه کوي چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په ۹ نېټه په مسکو کې جوړه شي .

د یادې غوڼدې به اړه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري جوړیږي افغان حکومت ویلي چې د په دې ناسته کې به د ارګ ، ملي امنیت شورا او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب به هیڅوک برخه نه اخلي .

خو د افغانتسان د سولې عالي شورا وايي چې په یاده ناسته کې به د دغه شورا یو شمېر استازي ګډون کوي ، دوی زیاتوي چې یاده غونډه د سولې په اړه ده نو دوی به یو شپږ کسیزه پلاوی هم پکې ګډون وکړي .

د افغانستان د بهرنیو جارو وزارت همدارنګه ویلي دي ، چې ممکن په یاده ناسته کې د امریکا په استازیتوب هم څوک ګډون ونکړي .د بهرنیو چارووزارت وایي چې لاهم د روسیې سره د مسکو د ناستې په جوړولو پر سر کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي .

دوه ورځې وړاندې د روسیې له لوري یادې غوندې ته پخوانی ولسمشر حامدکرزی او د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور هم وربلل شوي دي ، خو دا چې دوی به دې ناسته کې ګډون کوي څه نه دي ویل شوي .

Loading...