The news is by your side.

طالبانو د کلیو پراختیايي شوراګانو بندیز ولګاوه

خبریال وېبپاڼهد طالبانو د کوټې شورا د په افغانستان کې د کلیو د پراختیايي‌ شوراګانو پر بیا رغنیزو چارو بندیز ولګاوه.

د طالبان د کوټې شورا یوه غړي‌ خبریال وېبپاڼې ته هغه مکتوب را استولی چې د کوتې شورا د موسساتو او شرکتونو د کنټرول او تنظیم د کمېسیون مشر محمد یونس خوند زاده لاس لیک کړی او ټاپه یې ورباندي‌لګولې ده.

تازه خپور شوی مکتوب لیکي‌چې د کلیود پراختیا شوراګانې په مطلق ډول بندې دي‌او د فعالیت اجازه نه لري.‌

طالبانو د کلیو د پراختیا په شوراګانو تور پوري کړی چې د حکومت د سم انځور وړاندي‌کولو په موخه فعالیت کوي‌او باید مخه یې ونیول شي.

طالبانو دا هم ویلي‌دي‌ چې د کلیو د پراختیا شوراګانو پروژې بې کیفیته او د خلکو ترمنځ د اختلافاتو سبب ګرزېدلې دي.

دغه مکتوب ضد او نقیس دلایل وړاندي کړي‌ چې په لیري پرتو سیمو او کلیو کې بیا رغنیزي‌چارو ودروي.

مکتوب له یوه لوري د کلیو دپراختیا د پروژو عملي‌کونکي‌ د حکومت په ملاتړ او له بله لوري‌ د پروژو په بې کیفیتوب او هم داراز د خلکو ترمنځ په اختلافاتو تورنوي.

خبریال وېباڼې ته په لاس ورغلي‌ اسناد ښييچې طالبانو شخصيشرکتونو ته زړه ښه کړی چې پروژې عمليکړي.

تر دې وړانديپه افغانستان کې پر بیا رغنیزو پروژو بریدونه کېدل او تر ډېره بریده په لیري پرتو سیمو کې سړکونه؛ پلونه او د حکومت له لوري‌ جوړې شوې ودانۍ په بمونو والوزول شوې خو طالبانو یې پړه نه منله: البته وروستی مکتوب پر دې خبره دلالت کوي‌چې ګواکې دا بریدونه د طالبانو له لوري‌کېدل او اوس هم بیا رغنیزو چارو ته اجازت نه ورکوي.‌

خو د طالبانو یو بل مشر بیا چې نه غواړي‌نوم یې واخیستل شي‌د حکومت پراخ فساد ته ګوته نیسي‌او وايي چې دا مکتوب ځکه جاري‌شوی او د کلیو د پراختیا پر شوراګانو بندیز لګېدلی چې په افغانستان کې په هره پروژه کې د حکومت له لوري‌فساد کېږي او د فساد کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده .

د یادولو وړده چې په دا ډول مکتوبونو او فرمانونو له یوې خوا وسله وال طالبان په ولس کې لا نور محبوبیت له لاسه ورکوي او له بله اړخه حکومت ته ددې جواز ورکوي‌ چې نړۍ والې ټولنې ته طالبان د بیا رغونې دښمنان معریفي کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.