fbpx

عبدالله د خاص اروزګان جګړې قومي بلل رد کړل

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې جګړه قومي نه بلکې د ولس پر وړاندې د طالبانو جګړه وبلله.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه مکتوب کې چې رسنیو خپرو کړی د خاص اروزګان ولسوالۍ جګړه قومي بللې او د هغه څېړلو او حل له پاره یې یو پلاوی ټاکلی دی.

د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده، چې په کې ګڼو ملکیانو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغان ولسمشر سرور دانش هم څو ورځې وړاندې په یوه غونډه کې و ویل، چې په خاص اروزګان کې وسله والو طالبانو پر ولسي وګړو بریدونه کړي او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه په دې برخه کې د امنیتي ارګانونو د پر وخت نه اقدام کولو له امله هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې په خاص اروزګان کې د ولس پر وړاندې د طالب جګړه ده او ولس باید له خپل عزت څخه دفاع وکړي.

اجرائیه رییس عبدالله د خاص اروزګان جګړې قومي بلل رد کړل او نن یې د وزیرانو شورا کې وویل، چې دغه جګړه د قومي شخړو له امله نه بلکې د ولس پر وړاندې د طالبانو جګړه ده.

عبدالله وايي، د دغه جګړې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی او هلته یې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغان حکومت اجرائیه رییس زیاته کړه، چې د خاص اروزګان خلک نباید داسې فکر وکړي، چې دوی بې دفاع دي، بلکې هغه څه چې د حکومت په توان کې دي د خاصاروزګان د ولس د دفاع په برخه کې به یې وکاروي.

هغه په دې برخه کې د امنیتي ارګانونو په مشرتابه هم نیوکه وکړه او ویې منله چې زموږ د اجرآاتو ځنډ د دې لامل شو، چې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي.

کندهار څانګه