fbpx

د ژنیو په کنفرانس کې د ګډون له پاره ټول چمتوالی نیول شوی

اجرائيه رییس ډاکتر عبدالله وایي، د ژنیو په کنفرانس کې د افغان حکومت د استازو د ګډون له پاره ټول چمتوالی نیول شوی.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې د ژینو کنفرانس له پاره د اړوتیاو تدابیر نیول شوي دي.

اجرائیه رییس هیله وښوده، چې د ژینو کنفرانس به له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو او ژمنو په برخه کې ګټور تمام شي.

دغه راز اجرائیه رییس دا هم و ویل، تمه لري، چې دغه کنفرانس به په افغانستان کې د سولې په برخه کې، چې د افغان ولس له لومړیتوبونو ده هم اغېزمن وي.