fbpx

پولیسو ۱۷ کیلو ګرامه هیرویین نیولي دي

 د زابل امنیه قوماندان محمد مصطفی مایار وايي، دغه نشه یې توکي یې د زابل ولایت په اړوند سیمو کې نیولي.
ښاغلی مایار وايي، د دې قضیې په تړاو ۵ کسان لاس په لاس نیولي چې دری یې ښځې ۲ نارینه دي چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د زابل امنیه قوماندان سمونوال محمد مصطفی مایار وايي، قاچاق وړونکو پلان درلود دغه مواد بهر ته ولیږدوي چې د کشفي مالوماتو او د پولیسو په نه ستړې کېدونکو هڅو سره دغه پلان شنډ او مجرمین د قانون منګلو ته وسپارل شول.