The news is by your side.

مخالف ګوندونه د عمران خان د استعفا غوښتوونکي شو

خبريال وېبپاڼه: د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وايې عمران خان به د پارلمان څخه باور رايه اخلي، خو د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو بيا وايې عمران خان دې استعفا ورکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وروسته له هغه چې ګوند يې په اسلا اباد کې د حکومت مهمه چوکۍ وبايله دا خبره کوي.

شاه محمود قريشي تېره چهارشنبه يوې خبرې غونډې ته وويل، عمران خان او ګوند يې پريکړه کړي چې له پارلمان به د باور رايه اخلي.

د پاکستان واکمن ګوند د پاکستان په پارلمان هغه وخت د رايو د اخيستو تورونه ولګاوه چې په اسلام اباد کې يې مهمه څوکۍ وبايله او د حکومت مخالف ګوند د پاکستان د پخواني لومړې وزير يوسف رضا ګيلاني دغه څوکۍ وګټله.

بل خوا د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو د اسلام د مهمې څوکۍ ګټل د حکومت د مخالف ګوند کاميابي بللي او ويلي يې دي چې عمران بايد استعفا وکړي.

په پاکستان کې د عمران خان د واکدارۍ په اړه سخت اختلافونه رامنځته شوي او د عمران خان د حکومت مخالف ګوندونه د هغه د واک څخه د استعفا غوښتنه کوي.

د پاکستان د جمهوري تحريک مشر مولانا فضل الرحمن او د پاکستان د مسلم ليګ ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز هم د عمران خان د واک څخه د ليرې کيدو خبره کوي.

دوې وايې عمران خان سره د واک په پاتې کيدو کې هيڅ جواز نه شته او بايد استعفا وکړي.

عمران خان سره د حکومت د لومړۍ ورځي څخه په پاکستان کې د هغه پرضد سخت مخالفتونه رامنځته شوي، او د هغه د حکومت هر مخالف ګوند د واک څخه د هغه د ليرې کيدو غوښتوونکي دي.

د پاکستان په حکومت کې اوس مهال ۱۰۰ څوکيو کې ۵۳ د مخالف ګوندونو غړيو او ۴۷ يې د واکمن ګوند غړيو او پلويانو په لاس کې دي.

د مخالف ګوندونو له لورې د عمران خان د استعفا غوښتنه او د هغه د واک د پرېښودو يو لامل هم دا دی چې د هغه په حکومت کې د هغه د پلويانو په نسبت د دولت ډيرې څوکۍ مخالف ګوندونو ګټلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.