fbpx

په غزني کې د نښتو پر مهال ۱۸ افغان سرتېرو او ۲۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني په دوو ولسواليو کې د تازه نښتو په ترڅ کې د افغان امنيتي ځواکونو ديارلس سرتيري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري افغان اسلامي اژانس ته وويل چې تېره شپه دولس بجې طالبانو د خوږياڼو ولسوالۍ په (کاريز عطا محمد) سيمه کې دوه ورځې وړاندې  په يوې نوې جوړې شوې امنيتي پوسته بريد وکړ چې جګړې تر سهار څلور بجو پورې دوام  درلود.

ده زياته کړه چې دې نښته کې د ملي اردو او پوليسو په ګډون اته ۸ امنيتي سرتيري وژل شوي او درې ۳ نور ټپيان دی.

دی وايي نښته کې شپاړس ۱۶ طالبان هم وژل شوي چې د غزني ښار د قلعه قاضي او خوږياڼو ولسوالۍ اوسيدونکي دي.

نوموړی زياتوي چې وژل شوي طالبان نن  په خپلو سيمو کې د  پلويانو له لورې خاورو ته وسپارل شول.

د والي وياند همدا راز وويل چې په ورته وخت کې د مالستان ولسوالۍ مربوطاتو کې د ارزګان ولايت پولې ته څېرمه په دوو سيمو کې  هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو نښتي شوي.

دی وايي دي نښتو کې پنځه ۵ امنيتي سرتيري وژل شوي او دوه ۲ نور ټپيان دي، شپږ ۶ طالبان هم وژل شوي او يوشمير نور ټپيان دي.

مالستان کې نښتې داسې  مهال کيږي چې وړمه شپه ها خوا د ارزګان ولايت د  خاص ارزګان ولسوالۍ کې مالستان ته څېرمه  په سرحدي سيمه کې د افغان ځواکونو يو مرکز هم د طالبانو لاس ته لويدلی  چې يوشمير سرتيرو ته تلفات اوښتي.

طالبانو د مالستان په اړه څه نه دي ويلي خو د هغوی وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې تېره شپه د طالبانو ځانګړې قطعې د خوږياڼو ولسوالۍ نقلي مرکز او يوه پوسته نيولې او د ده په وينا  جګړه کې  ۱۸  دولتي سرتيري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

نوموړي د خپلو تلفاتو په اړه څه ونه ويل.

د غزني د والي وياند بيا وويل چې د امنيتي ځواکونو مقاومت له امله  طالبان د کوم سيمې او پوستې  په نيولو نه دي توانيدلي، سيمې ته نن سهار مرستندويه ځواکونه رسيدلي، سيمه يې په خپله ولکه کې اخيستې او وضعيت  نورمال دی.