fbpx

حکمتيار د سميع الحق پر مرګ ژاړي

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د پاکستاني وژل شوي ملا سميع الحق په مرګ سخت خفه دى. ګلبدين حکمتيار وايي چې مولانا سميع الحق د افغانانو محسن و.

د مولانا سميع الحق په وژنه باندې ګلبدين حکمتيار ډېر زيات خپګان ښکاره کړى دى او د هغه له زوي حامد الحق او د پاکستاني ولس سره يې غمرازي کړې ده او د سميع الحق وژنه يې د اسلام لپاره لوى زيان بللى دى.

هغه همدا راز ويلي دي، چې د افغان جهاد په تړاو سره د سميع الحق کردار به د قيامت تر ورځې پورې خلکو ته ياد وي، ځکه هغه د افغان ولس محسن و.حکمتيار

ياده دې وي چې سميع الحق د جمعې په ماښام د پاکستان په پېنډۍ ښار کې په چړو وهل شوى و، چې بيا يې روغتون ته په رسېدو ساه ورکړه.

د سميع الحق د زوي حامد الحق په وينا، هغه پېنډۍ ته په روانو لاريونونو کې د ګډون لپاره تللى و.

دا هم ولولئ: پاکستاني رسنۍ وايي مولانا سميع الحق شرابي و

د پاکستان ٢٤ ټلويزيون په وېبپاڼه د يوه راپور تر مخه، چې يو کس ورته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي و، چې د سميع الحق په کوټه کې دوه ګلاسونه د شرابو ډک يې موندلي و. هغه زياته کړې وه، چې د سميع الحق ګاونډيانو ته د سميع الحق په اړه هېڅ معلومات نه و، چې ګينې دا کور د سميع الحق دى. همدا راز د پاکستان ٢٤ ټلويزيون وېبپاڼې ليکلي و، چې د سميع الحق زوي د هغه د پوسټ مارټم اجازه ځکه ورنکړه، چې د شرابو څه خبره بهر راونه وځي.