fbpx

کندهار کې شپږ نوې پروژې عملي کیږي

دغه څرګندوني د رياست جمهوري د واحد عملياتي رياست مرستيال عبدالرحمان اتاشي او ورسره راغلي پلاوي د مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره د يوې ليدني پرمهال په داسي حال کي وکړې، چي سرپرست ښاروال او د يو شمېر دولتي ادارو استازو هم ګډون کړی وو .
ښاغلي عبدالرحمن اتاشي وويل د رياست جمهوري د واحد عملياتي رياست له لوري په کندهار کي شپږ پروژې عملي کېږي؛ په دغو پروژو کي يوه ليليه، په روغتونونو کي دوه تم ځايونه، يو جمنازيم، مسجد جامع او يوه فاتحه خانه شامله ده .
د رياست جمهوري د واحد عملياتي رياست مرستيال عبدالرحمان اتاشي د مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب سره د ليدني پر مهال يادونه وکړه، چي يادي پروژې به د مالي کال ترمخه پيل سي او کارونه به ئې په چټکۍ ترسره سي .
نوموړي يادونه وکړه، چي د يادو پروژو له پاره مځکي ( ځايونه ) د ولايتي ادارې او د واحد عملياتي رياست له لوري په ګډه ټاکل کېږي او په هغو ساحو کي به پلي سي چي زياته اړتيا ورته ليدل کېږي .
مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب يادي پروژې د کندهار له پاره ګټوري وبللې او يادونه ئې وکړه، چي ولايتي اداره به په دې برخه کي خپل مسئوليت په ښه ډول ادا کړي، نوموړي په دې برخه کي د ولايتي ادارې په استازيتوب د پوره همکاريو ډاډ ورکړ .
ښاغلي منيب د اړونده رياستونو مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه څومره چي ژر کېږي مځکي دي ورته مشخصي کړي ترڅو کار يې په عملي ډول پيل سي .

کندهار څانګه