fbpx

فراه: د نسکورې شوې چورلکې تازه مالومات

 

طالبان وايي یوازې څلور جسدونه يې کورنیو ته سپارلي دي او پاتې به تر هغو تسلیم نه کړي، تر څو حکومت پر جنرال رازق د بریدګر جسد ور ونه سپاري.

تېره اوونۍ د فراه او هرات تر منځ د چورلکې په نسکورېدو کې د فراه د ولایتي شورا د غړو په ګډون ۲۷ تنه ووژل شول.

له پېښې نږدې اوه ورځې تېرېږي، چې د قربانیانو د جسدونو په اړه تازه چنې او څرګندونې رسنیزې شوې دي.

د فراه امنیتي چارواکي وايي د پېښې د قربانیانو جسدونه له طالبانو سره  دي، چې له ډلې يې ۱۲ جسدونه د پیسو په بدل کې کورنیو ته سپارل شوي دي.

د پلي دویمې لوا قومندان ذکریا میرزا وايي پر هر جسد پنځه لکه افغانۍ اخیستل شوې دي، دا خلکو ته پرېږدو، د دین علماوو ته، د انسان وجدان ته، چې د طالبانو دا کار چې مړي خرڅوي په کوم دین کې روا دی؟»

طالبان د جسدونو په بدل کې د پیسو اخیستل ردوي او مني چې یوازې د دوو مېرمنو او دوه نور جسدونه چې وضعیت يې خراب و، کورنیو ته سپارلي دي او پاتې به تر هغو تسلیم نه کړي، تر څو حکومت پر جنرال رازق د بریدګر جسد ور ونه سپاري.

په چورلکه کې د قرباني  شویو کسانو کورنۍ پر طالبانو غږ کوي چې تر دې معاملې تېر او جسدونه دې کورنيو ته وسپاري.

تېره ورځ د ملي دفاع وزارت ومنله چې د پېښې د قربانیانو جسدونه ورک دي، خو ټینګار يې وکړ چې دوی يې په لټه دي.

د فراه ځايي امنیتي چارواکي وايي په اناردره کې يې عملیات پیل کړي او دعوه کوي چې د پنځه سوه کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو په ګډون يې دوه ټپي طالبان هم نیولي دي، خو د چورلکې د قربانيانو د جسدونو په اړه يې څه نه دي ويلي.

که څه هم دولتي چارواکي وايي چې دغه چورلکه د ډېر وزن، زړښت او هوا د خرابوالي له امله غورځېدلې ده، خو مني چې د طالبانو په سیمه کې لوېدلې او تر څو چې طالبانو د جسدونو د تبادلې خبر نه و ورکړی، دوی په دې اړه خوله پټه نیولې وه.
راپور:اروزګان څانګه