fbpx

د امنيتي او دفاعي ځواكونو مسوولين او منسوبين وستايل شول

 

جمهور رئيس محمد اشرف غني د يكشنبې په ورځ په يو لړ مراسمو کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو لسګونو مسوولينو او منسوبينو ته د امنيت د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د هغوى د ښې رهبرۍ او غوره خدمتونو د تقديرولو په هدف عالي دولتي مډالونه، نښانونه، رتبې او نغدي مکافات ورکړل.

وروسته هغه وويل، افغان مېړني ځواکونه تر بل هر وخت د ولس زيات او پراخ ملاتړ له ځانه سره لري.

جمهور رئيس غني زياته كړه، د دغو ځواكونو درناوى او د هغوى کورنيو ته رسيدګي د دوى مسووليت او مکلفيت دى.

د هېواد جمهور رئيس د امنيتي او دفاعي ځواکونو ښه رهبري، همغږي او همکاري وستايله.

بل پلو د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي جمهور رئيس غني ته ډاډ ورکړ، چې امنيتي او دفاعي ځواکونه به د دښمنانو دسيسې شنډې كړي او د ګواښونو مخه به يې ونيسي.

دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې ګڼ شمېر افغان سرتېرو په وخت د نه تجهيزېدو، معاش نه وركولو او ځينو نورو ستونزو له كبله شكايتونو كړي او ځينې يې وسله والو طالبانو سره يو ځاى شوي دي

اروزګان څانګه