The news is by your side.

نظام ته بل خطر؛ شمال کې پخوانیو ټوپکیانو وسله پورته کړې

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان په شمالي ولایت سمنګان کې د پخوانیو ټوپکیانو جنګیالیو د عامو خلکو ژوند تریخ کړی او نور یې له ظلمونو او نارواوو تر پوزې راغلي دي.

په ولسي جرګه او ولایتي شورا کې د سمنګان د خلکو استازي وایي، چې په دغه ولایت کې د پخوانیو ټوپکیانو شاوخوا پنځه زره نامسوول وسله وال ګرځي راګرځي او د خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.

دوی وايي، چې دغه اورپکي خلک وژني، ځوروي، په یوه او بل نوم باج ترې اخلي او ان د نظام لپاره هم ستر ګواښ دی، ځکه په وینا یې دوی د قانون د حاکمیت مخه نیولې ده.

دوی وایي چې د جمعیت او وحدت ګوندونو پخوانيو ټوپکیانو خپلو جنګیالیو ته وسلې ورکړې او د خپلې سیمې د امنیت د ساتنې په نوم ډول ډول نارواوې کوي.

د دوی په وینا، دغه وسله‌وال حزبي او تنظیمي سوابق لري، یو شمېر یې د جهاد له وختونو پاتې شوې وسلې کاروي او ځینې نورو یې د خپلو تنظیمونو له‌خوا نوې وسلې ترلاسه کړي دي.

سرچینې کاږي، په دې ولایت کې هر تنظیم خپل پلویان لري، خو یو شمېر خلک له ډېرې ناچارۍ دې ته اړ شوي چې له دوی سره یو ځای شي، او په مقابل ک یې بیا پیسې ترلاسه کړي.

په ولسي جرګه کې د سمنګانو استازې محبوبې رحمت ویلي، چې دغو اورپکو، چې شمېر یې پنځه زره کسانو ته رسېږي، د خپلو سیمو د ساتنې په نوم وسلې پورته کړې دي، په داسې حال کې چې د وسلو جواز نه لري او په غلاوو او وژنو کې ترې ګټه اخلي.

د سمنګان ولایتي شورا منشي محمد عوض بیک اوغلي هم په یاد ولایت کې د وسله‌والو فعالیت مني او وایي، په ولسوالیو کې د وحدت تنظیم نفوذ لري او ګڼ شمېر وسله‌وال هم د دې تنظیم پورې اړوند دي، خو په مرکز بیا د جمعیت تنظیم اړوند وسله‌وال دي، چې د خپل ځان او سیمې د امنیت په نوم فعالیت کوي.

عام خلک د دغو اورپکو د شتون لامل په سیمه کې د امنیتي ځواکونو کمښت بولي او وايي چې د امنیتي ځواکونو د کمښت له امله د قانون د تنفیض چاره کمزورې ده.

د یوې امنیتي سرچینې په خبره، په سمنګان کې یوازې ۵۴۰ پولیس شتون لري چې له امله یې د نامسووله وسله والو فعالیت ته زمینه مساعده شوې ده.

د سمنګان امنیه قومندانۍ بیا که څه هم په ولسوالیو کې د نامسووله وسله‌والو موجودیت او فعالیت مني، خو د شمېر په تړاو یې څه نه وایي.

د یادې قومندانۍ ویاند منیر رحیمي وايي، چې د سمنګان په مرکز کې اوسمهال هېڅ نامسووله وسله‌وال فعالیت نه کوي، څه موده وړاندې دوه ګروپونه چې ناقانونه وسلې یې درلودې بې وسلې شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.