The news is by your side.

ځاځی پور غواړي، توری لا نور غواړي؛ حزبیانو لاریون پیل کړ

خبریال وېبپاڼه/ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلویانو په کابل ښار کې خپل لاریون پیل کړ او د خپلو غوښتنو د پوره کېدو شعارونه ورکوي.

د حزب اسلامي لسګونه پلویان د کابل ښار له په دارالمان سیمه کې واټونو ته راوتلي او د بېلابېلو شعارونو په ورکولو خپلې غوښتنې مطرح کوي.

دوی د حکومت او حزب اسلامی ترمنځ د لاسلیک شوي تړون عملي کېدل، هیواد کې د هدفي وژنومخنیوی، بهر ته د ملي شتمنیو د انتقال د مخنیوي ترڅنګ یوشمېر نورې غوښتنې هم لري، چې له حکومته یې د پوره کېدو غوښتنه کوي.

دوی خبر ورکوي چې که حکومت یې غوښتنې ونه مني نو په نورو ولایتونو کې به هم لاریونونه پیل او تر هغو پای ته ونه سوي چې غږ یې نه وي اورېدل شوی.

د حکمتیار په مشري د حزب اسلامي ګوند لاریون یوه بې ځایه هڅه ده او باور همدا دی چې هیڅ به هم ترلاسه نه کړي، ځکه حکمتیار اوس هم د حکومت پوروړی دی، له غرونو یې راکښته کړ، په پلازمینه یې کې یې کور او امکانات ورکړل، قدر او عزت یې پیدا کړ، د بیان ازادي یې ترلاسه کړه او په یو ډول د ژوند نوي پړاو ته داخل شو، مګر اوس بیا هم په بېلابېلو لارو د نظام تخریب کوي.

بله دا چې که حزبیان په رښتیا د ملي ګټو د خوندیتوب غم وړي وي، ګلبدین حکمتیار او پلویان یې په کومه دوره کې د نظام او خلکو په درد خوړل شوي؟ دوی خو خپل بادار په ځانګړي ډول پاکستان ته له وفادارۍ پرته، نه د افغانستان خلکو ته ښه زړه پرېښي او نه د نظام پایښت او دوام ته.

حکومت د طالب له فرمایشونو نه دی خلاص چې حکمتیار هم دواړه پښې ورته په یوه موزه کې کړې، هماغه متل دی، ځاځی پور غواړي، تور لا نور غواړي. حکمتیار خو به لږ صبر کړی و چې حکومت د طالب فرمایشات پوره کړي وای، بیا به یې خپلې غوښتنې مطرح کړې وي، اوس خو داسې یو تاریخي پړاو کې یو، چې که لږ غلط اقدام وشي، د سولې د کوترې ساه خېژي.

پکار خو دا ده چې حزب اسلامي پلویان د بیان ازادي او مدني حق څخه له ناوړې ګټې اخیستنې تېر شي او په یو داسې حل لاره فکر وکړي، چې هم یې غوښتنې ومنل شي او هم ښاري نظم ګډوډ نشي.

دا اوس په کابل کې د دغو لاریونونو د امنیت د ټینګښت تضمین هیڅوک نه کوي، که چېرې کومه پېښه رامنځته کېږي، قرباني یې بې ګنا هېوادوال دي، نه د حکمتیار اولاد زیان ویني او نه د غني، مګر بې وسلې او بې واسطې افغان یې قیمت پرې کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.