fbpx

هند په بادغیس کې د نجونو لپاره یو ښوونځی جوړ کړ

د هندوستان هیواد په مالي مرسته په بادغیس ولایت کې د نجونو لپاره یو ښوونځی ګټې اخیستې ته وسپارل شو.

د بادغیس د پوهنې رییس ډاکټر زکریا رحیمي وايي هند په بادغیس کې د نجونو یو ښوونځي ته نوې دوه پوړیزه ودانۍ جوړه کړې چې په دې ودانۍ کې پر یو وخت شاوخوا ۷۰۰ زده کوونکي زده کړې کولای شي.

د بادغیس ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې د (کوچه زرد) د نجونو عالي لېسې نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوه.

 د ښوونځي نوې ودانۍ، چې د هندوستان هېواد په مالي مرسته جوړه شوې د یادې ولسوالۍ سلګونو نجونو زده کوونکو ته یې د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر کړی دی.

زکریا رحیمي د یادې ودانۍ پرانېستل د دې ولسوالۍ د پوهنې کیفیت لوړېدو برخه کې یو مهم ګام وباله او له زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې ساتنې او مراقبت ته یې جدي پاملرنه وکړي.

 هند یواځینی ګاونډی هېواد دی چې په بیلابیلو برخو کې یې له افغانستان سره په میلیونونو ډالره مرستې کړې دي.