The news is by your side.

پاکستان ته د ولسمشر غني وروستۍ وينا څه مانا لري؟

خبريال ویبپاڼه- د هېواد ولسمشر اشرف غني په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بيا ویلي دي چې که د سولې خبرې ناکامېږي نو ترټولو لوی زيان به يې پاکستان ته رسېږي، د غني په دې خبره ښه سوچ پکار دی، په ريښتيا هم د افغانستان په جګړه کې د پاکستان زيان دی؟ د غني پلویان او نظریه خو دا لس کاله همدا وايي چې د افغانستان په جګړه کې پاکستان خپل خير ويني او په دې ډول چاغ شو که سوله وی نو اوس به پاکستان د تندې مړ و.

ولسمشر غني يو ډول بیرته د پاکستان سره د مخالفت ادعا تر پښو لاندې کوي، کومه چې په سياسي ډول او د ځمکې په حقيقت کې هسې هم دروغ ده او واقعي بڼه نلري.

دا يو حقيقت دی چې د افغانستان په جګړه کې پاکستان خپلې ګټې پالي، يو داسې هېواد چې د سياست، کلتور، سرچینو او اقتصاد پورې ډېری برخې یې ضعيفې دي او ددې ضعف څخه هر کال پاکستان آخري اندازه ګټه اخلي دا څنګه امکان لري چې پاکستان دې وغواړي چې افغانستان دې دا ټولې سرچېنې پخپله لاس کې واخلي، يو ضعيف افغانستان پاکستان پخپله ګټه بولي.

دا ځینې هسې کليشه خبرې دي، چې د سیمې ثبات په افغانستان پورې تړلی دی ، داسې هېڅ هم د عمل په ژوند کې نشته، په افغانستان کې دا شل تازه او شل کلن پخوا اور بل دی خو هېڅ ګاونډي ته نه دا اور ورغلی او نه کوم ګاونډی بې سولې شوی دی، ټول هره ورځ وده کوي‌او په هرڅه کې يو قدم مخ ته ځي.

د ولسمشر غني له دې خبرې سړی دا ګمان واخلي چې کېدی شي اشرف غني وايي چې پاکستان ته چې څومره ګټه زما په واکمنۍ کې ده نو دومره ګټه به آن د طالبانو په واکمنۍ کې نه وي ورته.

پاکستان دښمن ده، پرته له‌ مجبورۍ او فشار په هېڅ وجه په افغانستان کې سوله نه غواړي نه په افغانستان کې سوله پخپله ګټه بولي، هېڅ اړتیا نشته چې ځانونه ورخواږه کړو هغوی کافي ترخه دي.

ليکوال: سيد حبيب پکتياوال

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.