شاه رخ خان او سلمان خان په نوي فلم کې جوړه راځي

ډېره موده وروسته، د هغه مينه والو ارمانونه پوره کېږي، کومو چې شاه رخ خان او سلمان خان په يوه فلم کې د ليدو ارمان درلوده.

که څه هم سلمان خان د شاه رخ خان په نوي فلم (زيرو) کې، چې سږ کال به نندارې ته وړاندې شي، په يوه سندره کې راښکاره شوى دى، خو تازه خبر دا دى چې شاه رخ خان او سلمان په يوه نوي فلم کې جوړه راروان دي.

هندي رسنۍ ليکي، چې شاه رخ خان او سلمان خان به ډېر ژر د سنجى لېلا بنسالي په فلم کې جوړه کار وکړي.

رسنۍ ليکي، شاه رخ خان او سلمان په يوه فلم کې جوړه کار کوي، چې دا فلم سنجى لېلا بنسالي جوړوي، د دې فلم کيسه به د دوه داسې ملګرو په اړه وي، چې د ځينو ستونزو او پېښو له امله به د يو بل دښمنان شي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د دې فلم کيسه په ١٩٩١ کې د جوړ شوي فلم سوداګر څخه اخيستل شوې ده، په دغه فلم کې دليپ کمار او راج کمار لوبېدلي و. په نوي فلم کې به شاه رخ خان او سلمان خان دواړو ته يو ډول رولونه ورکول کېږي.

راپور ليکي، چې دواړو ستورو فلم کې کار کولو ته غاړه ايښې ده، له سنجى لېلا بنسالي سره يې معاهده لاسليک کړې او بنسالي اوس مهال د فلم په کيسه باندې کار کوي، چې ٩ مياشتې وخت به واخلي.

ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي دي، که هر څه د پروګرام سره سم وشول، نو راروان کال به د دې فلم ثبت پيل شي.شاه رخ خان او سلمان خان ٢

ياده دې وي چې شاه رخ خان او سلمان خان له دې مخکې هم په ځينو فلمونو کې ګډ کار کړى دى، چې پکې کرن ارجن، کچه کچه هوتا هے، هم تمهارے هين صنم، هر دل جو پيار کريګا او داسې نور، چې د مېلمنو په توګه د يو او بل په فلمونو کې راڅرګند شوي دي.