fbpx

اې اېن پي خټک او بشرا ته د پي ټي اېم په ملاتړ اخطار ورکړى

په پاکستان کې ملتپال ګوند عوامي نېشنل ګوند د دغه ګوند دوه نوموتو مشرانو افراسياب خټک او بشرا ګوهر ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ له امله اخطار ورکړى او په ٧ ورځو کې دننه يې ترې ځواب غوښتى دى.

بشرا ګوهر د عوامي نېشنل ګوند مرستياله رييسه ده او افراسياب خټک بيا د عوامي نېشنل ګوند بزرګ مشر دى.

اخطاريه چې د عوامي نېشنل ګوند د سيکرتر ميا افتخار حسېن له خوا دواړو ته لېږل شوې ده، پکې ليکل شوي دي چې دا اخطاريه د عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفنديار ولي خان په وينا تاسې ته درلېږل کېږي.

په اخطاريه کې راغلي دي، چې دواړو د عوامي نېشنل ګوند د ايين پر ضد کارونه ترسره کړي دي، چې دې سره يې ګوند ته ډېر زيان رسولى دى او دواړه دې په ٧ ورځو کې دننه ليکلى ځواب ورکړي.

ياده دې وي چې افراسياب خټک او بشرا ګوهر د عوامي نېشنل ګوند دوه هغه غړي دي، چې تل يې په پاکستاني پوځ او استخباراتو نيوکې کړي دي او همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ يې کړى دى.

د عوامي نېشنل ګوند ځينو مشرانو بيا په پښتون ژغورنې غورځنګ کلکې نيوکې کولې او ويل به يې چې دا پاکستان او پوځ ته زيان رسوي.

د دې اخطاريې نه وروسته په پاکستان کې ملتپالو پښتنو په عوامي نېشنل ګوند کلکې نيوکې کړي دي او ويلي يې دي، چې عوامي نېشنل ګوند د تېر اليکشن د ناکامۍ نه هم څه زده نه کړل.

دوى وايي، د پاکستان پوځ او استخبارات له پښتنو سره څه کوي، او عوامي نېشنل ګوند بيا هم په دې هڅه کې ده، چې ځان پوځ او استخباراتو ته ورنږدې کړي، که همدا حالت روان وي، نو ګوند به ژر ختم شي.