fbpx

د افغانستان ثبات د چین لپاره مهم دی

افغانستان چین ته تر ټولو نږدې ګاونډی دی او په دغه هېواد کې روان هر ډول وضعیت پر چین اغېز کولی شي.

دا څرګندونې د ګلوبل ټایمز په نامه یوه نشریه په یوه اوږده مقاله کې لیکي دي.

ګلوبل ټایمز کاږي چین په نړۍ کې دویم ستر اقتصادي قدرت دی، خو په ګاونډ کې یې یو هېواد په جګړو او ناخوالو کې ډوب دی.

 سرچینه لیکي د افغانستان ثبات او امنیت د چین لپاره خورا مهم دی. که په افغانستان کې ثبات وي او امنیت تامین شي، نو چین به خپله سیمه ییزه سوداګري او ترانیزتي لار وغځوي او همدا راز به له افغانستان سره پراخې سوداګریزې اړیکې جوړې کړي.

ګلوبل ټایمز لیکي، بل پلو چین په سیمه کې پر هغو هېوادونو نفوذ لري چې شک کېږي دوی د ترهګرو ملاتړي دي، نو له همدې نفوذ په استفادې کولی شي دغه هېوادونه د وسله والو له ملاتړه را وګرځوي او افغانستان ته سوله راولي.

 د سرچینې په خبره چین له افغانستان سره ډېرې تاریخي ديپلوماتیکې اړیکې لري او تر څنګ یې ژمنه کړې چې د افغان سولې په پروسه کې به همکاري کوي، نو له همدې امله له دغه هېواد تمه کېږي چې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او ددواړو هېوادونو د ګټو لپاره د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي.

کابل څانګه

Loading...