fbpx

افغان او پاکستاني چارواکي نن د کډوالو په اړه خبرې کوي

ديپلوماتیکو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه خبرې د سولې لپاره د پاکستان-افغانستان د ګډ عمل پلان پر بنسټ ترسره کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې نن افغان او پاکستاني چاراوکي په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په دې اړه خبرې کوي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وتلو او په دغه هېواد کې د کډوالو اوسنی وضعیت وارزول شوي.

د راپورونو په اساس دمګړی په پاکستان کې ۱۴ میلیونه ثبت او راجستر شوي کډوال شته دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وايي داسې کډوال هم شته دي چې ثبت او راجستر شوي نه دي او نه هم د اوسېدو ځانګړي کارتونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت څه موده وړاندې پرېکړه وکړه چې په پاکستان کې یې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه د راتلونکي کال د جون تر ۳۰مې پورې غځولې ده.

یاده دې وي چې همدا راز د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي وو، چې په پاکستان کې زږېدلو افغان ماشومانو ته به ددغه هېواد تابعیت هم ورکوي.

کابل څانګه

Loading...